AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲ ۱۴:۰۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85463062
T T
۰ Persons
افغانستان ته مو د ۶۷۵ زره کسانو د درملنې لپاره درمل ولېږل

کابل- ایرنا- د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ۶۷۵ زره کسانو د درملنې په موخه د ۹۲ زره ټنه درملو د لېږلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان نن چهارشنبې د غوايي ۱۲ مه د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره د ناروغانو د درملنې لپاره افغانستان ته د ۹۲ زره ټنه درملو لېږلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ یاده شوې مرسته به کابو ۴۰۰ زره ماشومان چې په تنفسي، سینه بغل، اسهال او پوستکي په ناروغیو اخته دي تر پوښښ لاندې راولي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې ویلي: سږ کال په افغانستان کې شري او تنفسي ناروغۍ د ماشومانو منځ کې زیاتې شوې دي.

 په دغه راپور کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې له پنځو کلونو کم عمره له زرو زیات ماشومانو د سینه بغل له لاسه ژوند ورکړی دی.

دغه سازمان همداراز ویلي: په هېواد کې د تېر کال په پرتله د شري په پېښو کې هم ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې مشر ارشاد ملک هم وویل: «په افغانستان کې ډېر ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري، د دې درملو راتګ په دې مانا دی چې د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې به له ۴۰۰۰۰۰ څخه زیات ماشومان د ژوند ژغورلو احتمالي درملنه ترلاسه کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه ۹۲ ټنه درمل به په ټول هېواد او د ماشومانو د ژغورنې د نړیوال سازمان اړوند ۵۸ کلینیکونو کې ووېشل شي.

دغه سازمان وايي، په دې مرسته به په لرې پرتو سیمو کې تر ټولو بې وزله خلک چې له کلینیکونو او روغتونونو څخه د ۱۵ او ۹۵ کیلومترو په واټن کې ژوند کوي، درملو ته لاسرسی ولري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .